پاکستان له هند سره خبرو اترو ته چمتووالے وښود
Jul 26, 2019 02:08 Asia/Kabul
د پاکستان د خارجه وزارت وياند له هند سره د صلح ايزو خبرو اترو لپاره د خپل هېواد د چمتووالي خبر ورکړ.
محمد فېصل پرون په اسلام اباد کښې په يو اخباري کانفرنس کښې وويل، پاکستان د کشمير د لانجې د هواري لپاره د امريکې له مينځګړيتوبه هرکلے کوي.
هغه زياته کړه، د کنټرول لائن په ګډه پوله کښې د هندي ځواکونو د ګوله بارۍ د دوام باوجود پاکستان د خبرو اترو له لارې د کشمير د مسئلې د هواري لپاره پوره اماده دے.
ټیګونه