د افغانستان پولې ته څیرمه لس پاکستاني پوځیان ووژل شول
Jul 28, 2019 03:05 Asia/Kabul
د پاکستان پوځ په یوه خبرپاڼه کښې د افغانستان سرحد ته نزدې د خپلو لسو تنو پوله ساتو ځواکونو د وژل کیدو خبر ورکړ.
د پاکستان پوځ په یوه خبرپاڼه کښې د افغانستان سرحد ته نزدې د خپلو لسو تنو پوله ساتو ځواکونو د وژل کیدو خبر ورکړ.
ایرنا لیکلي چې د پاکستان د پوځ په خبرپاڼه کښې راغلې دي: په دغو حملو کښې چې پرون د شمالي وزیرستان په صفر سرحدي سیمې او هم داشان د بلوچستان صوبې د چمن په سرحدي سیمه کښې رامینځته شوې، ترهګرو د افغانستان له خاورې څخه د پاکستاني پوله ساتونکو ګاډي په نښه کړل.
په دغو دواړو پیښو کښې لس تنه د پاکستان پوځي او سرحدي ځواکونه مړه شول.
ټیګونه