عارف علوي او عمران خان په پاکستاني فوځيانو ترهه ګريزې حملې وغندلې
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i83682-عارف_علوي_او_عمران_خان_په_پاکستاني_فوځيانو_ترهه_ګريزې_حملې_وغندلې
د پاکستان ولسمشر او وزيراعظم د دغه هېواد په خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبو کښې د دغه هېواد په فوځي ځواکونو ترهه ګريزې حملې وغندلې.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jul 28, 2019 14:39 Asia/Kabul
  • عارف علوي او عمران خان په پاکستاني فوځيانو ترهه ګريزې حملې وغندلې

د پاکستان ولسمشر او وزيراعظم د دغه هېواد په خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبو کښې د دغه هېواد په فوځي ځواکونو ترهه ګريزې حملې وغندلې.

زمونږ د  خبريال د رپوټ له مخې عارف علوي او عمران خان پرون د پاکستان د خېبرپښتونخوا صوبې په شمالي وزيرستان او د بلوچستان صوبې په هوشاب او تربت سيمو کښې د ترهه ګريزو حملو په ردعمل کښې وويل، د ترهه ګرو په خلاف مبارزه د هغوي تر بشپړه نابودۍ پورې دوام لري او ترهه ګر په دا ډول جنايتونو سره خپلو سپېرو اهدافو ته نه شي رسېدې.

له بلې خوا د پاکستان سياسي او مذهبي ګوندونوهم دغه ترهه ګريزې حملې وغندلې.

 د پاکستان فوځ پرون په يوې بيانيه کښې د دغه هېواد په خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبو کښې په ترهه ګريزو حملو کښې د دغه هېواد د لسو فوځيانو د وژل کېدو خبر ورکړ.

تراوسه د دغو حملو ذمه واري هيڅ ډلې په غاړه نه ده اخېستې.