هندوستان باید په کشمیر کښې ټولپوښتنه وکړی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i84091-هندوستان_باید_په_کشمیر_کښې_ټولپوښتنه_وکړی
زمونږ خبریال وایی دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشی پرون د پنجاب صوبې په ملتان ښار کښې په یوه(۱) خبری کانفرنس کښې د هندوستان لومړی وزیر ته وویل چې په کشمیر کښې ټولپوښتنه(referendum ) ترسره کړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 19, 2019 02:00 Asia/Kabul
  • د کشمیر په ډیرو سیمو کښې دهندوستان عسکر دیره دي او ګزمې کوي او په سرینګر سیمه کښې ډیر کم خلک له خپلو کورونو بهر راوځي .
    د کشمیر په ډیرو سیمو کښې دهندوستان عسکر دیره دي او ګزمې کوي او په سرینګر سیمه کښې ډیر کم خلک له خپلو کورونو بهر راوځي .

زمونږ خبریال وایی دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشی پرون د پنجاب صوبې په ملتان ښار کښې په یوه(۱) خبری کانفرنس کښې د هندوستان لومړی وزیر ته وویل چې په کشمیر کښې ټولپوښتنه(referendum ) ترسره کړی .

هغه وویل زه د هندوستان لومړی وزیر ناریندرا مودی ته چیلنج ورکوم چې ګرځبندیز یعنی کرفیو( curfew) ختمه کړی او د کشمیر دپخوانۍ اعلی وزیرې میرمن محبوبه  مفتی ، د اوسنی اعلی وزیر عمر عبدالله او د حریت کانفرنس د مشرانو میر واعظ عمر فاروق یاسین ملک او دنورو شخصیتونو د کشمیر خلکو او دحکومتی چارواکو په شمول ټولو ته بلنه ورکړی چې په کشمیر سیمه کښې په ټول پوښتنه کښې ګډون وکړی .

د پاکستان  خارجه وزیر خورشید شاه دهندوستان لومړی وزیر ناریندرا مودی ته په وینا کښې وویل په سرینګره یا بل هر ځاې کښې چې ته یې مناسب ګڼئ ټولپوښتنه ترسره کړه .

د هندوستان ترکشمیر لاندې سیمه کښې د خلکو پرضد محدودیتونه اوس هم  دوام لری او نن  څوارلسمه (۱۴) ورځ کیږی چې د کشمیر خلک له ډیرو زیاتو مشکلاتو سره مخامخ شوی دی .

د کشمیر په ډیرو سیمو کښې دهندوستان عسکر دیره دی او ګزمې کوی او په سرینګر سیمه کښې ډیر کم خلک له خپلو کورونو بهر راوځی .

د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشی وویل د ملګروملتونو سرمنشی انتونیو ګوتریش ویلی دی چې دوې کشمیر د لانجې وړ سیمه ګڼی  او د ملګروملتونو پریکړه لیکونه ددغه سیمې شخړه ختمولی شی کومه چې له نړیوالو قوانینو سره سمون خوری .