په کراچۍ کې څلور تکفیری ترهه ګر ونیول شول
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i84496-په_کراچۍ_کې_څلور_تکفیری_ترهه_ګر_ونیول_شول
دا سیاسی، پوځی اوقضائی چارواکی دی چې تر دې دمه ئې دپاکستان په بندونو کې زندانی یو ترهه ګر هم په دار ونه ځړاوۀ څو د نورو تکفیریانو لپاره عبرت شی او ددغه هیواد ولس ئې د تکفیری او جنایتکارو ترهه ګرو په رحم وکرم پریښودلی دی .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Sep 08, 2019 12:50 Asia/Kabul
  • په کراچۍ کې څلور تکفیری ترهه ګر ونیول شول

دا سیاسی، پوځی اوقضائی چارواکی دی چې تر دې دمه ئې دپاکستان په بندونو کې زندانی یو ترهه ګر هم په دار ونه ځړاوۀ څو د نورو تکفیریانو لپاره عبرت شی او ددغه هیواد ولس ئې د تکفیری او جنایتکارو ترهه ګرو په رحم وکرم پریښودلی دی .

د سحر اردو ټیلیویژنی چینل راپورورکړی  د پاکستان دکراچۍ  ښار دپولیسو مشر راؤ عارف اسلم  نن په یولرڅرګندونو کې وئیلی  د جنګوی لښکر  څلور جنایتکار او خطرناک  ترهه ګر ئې په کراچۍ کې  نیولی دی .

 داپه داسې حال کې دی چې دپاکستان مسلمانان په  درست هیواد کې د حسینی عزادارۍ  دستورې هر کال په ډیر پرتم سره لمانځی او دا تکفیری ترهه ګر دی چې دمسلمانانو یووالی او اتحاد  نه غواړی او په هره پلمه چې وی د مسلمانانود یووالی اووحدت  خنډ کیږی .

 راپورښئ  له تیرو څو ورځو راهسېپه درست پاکستان کې د حسینی عزادارۍ  دستورې پیل شوی او په زیاترو ښارونو اوښارګیو کې سختې امنیتی تابیاوې غوره شوی دی، څو تکفیری او تالی څټی ترهه ګر پخپلو سپیرو موخو کې  بریالی نشی .

دپاکستان په زیاترو ښارونو کې په وروستیو څو کلونو کې  تالی څټو اوپیّلو تکفیری ترهه ګرو  چې اربابان ئې هماغه استعماری کړۍ دی ، ددغه هیواد دمسلمانانو ژوند تریخ کړی او  داسې کوم ځای نشته چې دوی د بې ګناه او مظلومو خلکو وینه بهولی نه وی ، خو دا  سیاسی، پوځی اوقضائی چارواکی دی چېتر دې دمه ئې دپاکستان په بندونو کې زندانی یو ترهه ګر  هم په  دار ونه ځړاوۀ څو د نورو تکفیریانو لپاره  عبرت شی او ددغه هیواد  ولس ئې د تکفیری او جنایتکارو ترهه ګرو په رحم وکرم پریښودلی دی .