په غزه کښې شپږ زره کسان بې درکه دي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i166250-په_غزه_کښې_شپږ_زره_کسان_بې_درکه_دي
یو فلسطیني مرکز د غزې د دوه کلن جنګ په دوران کښې د دغې سیمې د شپږو زرو کسانو د بې درکه کیدو خبر ورکړ.
(last modified 2025-10-23T01:15:57+00:00 )
Oct 23, 2025 05:44 Asia/Kabul
  • په غزه کښې شپږ زره کسان بې درکه دي

یو فلسطیني مرکز د غزې د دوه کلن جنګ په دوران کښې د دغې سیمې د شپږو زرو کسانو د بې درکه کیدو خبر ورکړ.

په فلسطین کښې په بې درکه کسانو پورې د اړونده مرکز مدیر «احمد مسعود» وویل چې د ابتدايي موندنو له مخې په غزه کښې د بې درکه کسانو شمیر شپږو زرو تنو ته رسیږي.

مسعود زیاته کړه: په غزې تړانګه کښې چارواکي د بې درکه کسانو په هکله د معلوماتو د راغونډولو پّ کار کښې له ګڼو ننګونو او ستونزو سره مخ دي.

په فلسطین کښې د بې درکه کسانو د اړونده مرکز د مدیر په وینا، په بې درکه شویو کښې زیاتره کسان ځوانان دي.

سره له دې چې د ډیرو فلسطینیانو جنازې لاتراوسه تر کنډولو لاندې دي، صهیونیسټي پوځیانو په مختلفو پلمو په سلهاو فلسطینیان وتښتول.