دطالبانوله مشرانو سره دعمران خان له کتنې ضد و نقیض راپورونه رارسی
ویل کیږی چی عمران خان په دغه کتنه کی په افغانستان او سیمه کی د دوامداره امنیت د ټینګولو لپاره د سولې د خبرو اترو پیلول ضروری بللی دی .
د فارس خبری اژانس له راپور سره سم د پاکستان ځینو رسندویو نن لیکلی دی چی د پاکستان لومړی وزیر عمران خان بندو تنبو شاته د طالبانو له پلاوی سره کتنه کړی ده .
ویل کیږی چی عمران خان په دغه کتنه کی په افغانستان او سیمه کی د دوامداره امنیت د ټینګولو لپاره د سولې د خبرو اترو پیلول ضروری بللی دی .
په داسې حال کی چی د پاکستان د اطلاع رسونې په چارو کی د عمران خان ځانګړی سلاکارې میرمن فردوس عاشق اعوان له طالب استازیو سره د عمران خان کتنه رد کړی ده .
د افغانستان د خارجه وزارت ویندوی صبغت ا... احمدی پرون د سولې د خبرواترو د زمینې د برابرولو په خاطر اسلام اباد ته د طالبانو د مشرانو د سفر هرکلی کړی دی .