د پاکستان ستره محکمه د حافظ سعید د تبرئه کیدو غوښتنه څیړي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i85088-د_پاکستان_ستره_محکمه_د_حافظ_سعید_د_تبرئه_کیدو_غوښتنه_څیړي
د پاکستان سترې محکمې د جماعت الدعوة ډلې د مشر حافظ سعید د دوسیې د بیا څیړنې او د هغه د بري کیدو په غوښتنې باندې د غور غوښتنه ومنله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 08, 2019 04:19 Asia/Kabul
  • د پاکستان ستره محکمه د حافظ سعید د تبرئه کیدو غوښتنه څیړي

د پاکستان سترې محکمې د جماعت الدعوة ډلې د مشر حافظ سعید د دوسیې د بیا څیړنې او د هغه د بري کیدو په غوښتنې باندې د غور غوښتنه ومنله.

تسنیم خبري آژانس د ډان نیوز په حواله خبر ورکړی، په هغه غوښتنه کښې چې د پاکستان ستره محکمه یې جاج اخیستو ته تیاره شوې ده، د حافظ سعید بې ګناهۍ ته اشاره شوې او له محکمې غوښتنه شوې ده چې په هغه لګیدلي محدودیتونه ختم کړي.

رپورټونه وايي چې محکمه به د روانې اکتوبر میاشتې په اتویشتمه نیټه د حافظ سعید په دوسیې غور وکړي او د هغه د ګرموالي یا بیګناه والي په هکله موجود دلایل به وڅیړي او خپله فیصله به واوروي.

د پاکستان محکمې پر حافظ سعید سربیره د هغو ۶۵ نورو کسانو په دوسیو باندې غور کولو ته هم غاړه ایښې چې په تندلارو فعالیتونو تورن دي.

حافظ سعید د جماعت الدعوه ډلې د پوځي څانګې لشکر طیبه د ترهګرې ډلې مشر دی چې په ۲۰۰۸ کال کښې د بمبئۍ د خونړیو حملو په پلانونې تورن دی.