چین او پاکستان: د افغانستان جګړه نظامي حل نه لري
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i85153-چین_او_پاکستان_د_افغانستان_جګړه_نظامي_حل_نه_لري
چین او پاکستان وايي، د افغانستان کړکېچ هیڅ نظامي حل نه لري او د سیمې د ثبات په موخه دې د افغانستان د سولې په برخه کې هڅې وشي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 10, 2019 14:14 Asia/Kabul
  • چین او پاکستان: د افغانستان جګړه نظامي حل نه لري

چین او پاکستان وايي، د افغانستان کړکېچ هیڅ نظامي حل نه لري او د سیمې د ثبات په موخه دې د افغانستان د سولې په برخه کې هڅې وشي.

دغه څرګندونې د پاکستان  وزیراعظم «عمران خان» چین ته د خپل سفر په مهال د دې هیواد له ولسمشر سره په ګډه  ناسته کښې وکړې، دواړو لورو په ګډه د افغانستان کړکېچ له نظامي لارې نه حل کېدونکې وباله او زیاته یې کړه « د افغانستان ثبات د سیمې لپاره حیاتي اهمیت لري او باید په دې برخه کې هڅې لا ګړندۍ شي».

د چین ولسمشر له عمران خان سره په لیدنه کې د افغان سولې په برخه کې د پاکستان هڅې وستایلي او ترڅنګ یې یاده کړه، چې یو بین الافغاني، ټولشموله او د افغانانو په رهبرۍ د سولې پروسه کولای شي؛ افغانستان ته ثبات راوړي.