په اسلام اباد کې دکشمیریانو په ملاتړکې انسانی ځنځیرجوړشو
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i85172-په_اسلام_اباد_کې_دکشمیریانو_په_ملاتړکې_انسانی_ځنځیرجوړشو
د اګست له پنځمې نیټې راهسې د هندوستان پارلیمان (لوک سبها) دجمو اوکشمیر سیمې د کورواکۍ په لغوه کولو سره د هند تر کنټرول لاندې د کشمیریانو لپاره شرائط لاسخت او دغې سیمې ته د هندوانو د مهاجرت لپاره زمینه او د هغوی له خوا دکشمیر د مځکو د پیر پلور زمینه هم برابره کړې ده چې دغې چارې د کشمیریانو او پاکستان سخته غوسه او کرکه راپارولې
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Oct 12, 2019 02:04 Asia/Kabul
  • په اسلام اباد کې دکشمیریانو په ملاتړکې انسانی ځنځیرجوړشو

د اګست له پنځمې نیټې راهسې د هندوستان پارلیمان (لوک سبها) دجمو اوکشمیر سیمې د کورواکۍ په لغوه کولو سره د هند تر کنټرول لاندې د کشمیریانو لپاره شرائط لاسخت او دغې سیمې ته د هندوانو د مهاجرت لپاره زمینه او د هغوی له خوا دکشمیر د مځکو د پیر پلور زمینه هم برابره کړې ده چې دغې چارې د کشمیریانو او پاکستان سخته غوسه او کرکه راپارولې

 ایرنا خبری اژانس راپورورکړ د پآکستان په اسلام اباد کې په زرګونو خلکو پرون ددغه هیواد د لومړی وزیر عمران خان پشمول د لوړپوړو حکومتی چارواکو په شتون سره د هند ترکنټرول لاندې دکشمیر  دمظلوم ولس  په ملاتړ کې  د انسانی ځنځیر کړۍ جوړه کړه .

 دپاکستان خلکو ددغه انسانی ځنځیر په جوړولو کې د کشمیریانو په ضد دهندی حکومت او پوځ د محدودیّتونو دلغوه کولو غوښتنه وکړه .

 هندی حکومت  په همداوروستیو کې ترخپل کنټرول لاندې  کشمیر ته د نورو یو لک اتیا زره پوځیانو په لیږدولو سره په دغې سیمې کې د خپلو پوځیانو شمیر یو میلیون اتیا لکه کسانو ته زیات کړی دی

د اګست له پنځمې نیټې راهسې د هندوستان پارلیمان (لوک سبها) دجمو اوکشمیر سیمې د کورواکۍ په لغوه کولو سره د هند تر کنټرول لاندې د کشمیریانو  لپاره شرائط لاسخت   او  دغې سیمې ته د هندوانو د مهاجرت لپاره  زمینه  او د  هغوی له خوا دکشمیر د مځکو د پیرپلور زمینه هم برابره کړې ده چې دغې چارې د کشمیریانو او پاکستان سخته غوسه او کرکه راپارولې  او د اسې کومه ورځ نشته چې د هندوانو اوهندی حکومت په ضد خپله کرکه  نندارې ته وړاندې نه کړی . کابو دوه میاشتې کیږی چې  هندی پوځ  په جمو اوکشمیر زیاترو برخو کې ګرځبندیز لګولی او  په لکونو کشمیری مسلمانان  ئې په  خپلو کورونو کې بندیان کړی دی .