پاکستان په نړۍ کښې دریم ستر اطلاعاتي قدرت دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i85343-پاکستان_په_نړۍ_کښې_دریم_ستر_اطلاعاتي_قدرت_دی
یو کاناډايي ویب سایټ د پاکستان د استخباراتو اداره ISI په روان ۲۰۱۹ کال کښې د دنیا دریم پياوړی اطلاعاتي سازمان وباله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 20, 2019 01:42 Asia/Kabul
  • پاکستان په نړۍ کښې دریم ستر اطلاعاتي قدرت دی

یو کاناډايي ویب سایټ د پاکستان د استخباراتو اداره ISI په روان ۲۰۱۹ کال کښې د دنیا دریم پياوړی اطلاعاتي سازمان وباله.

د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې د ګلوبل نیوز کاناډايي ویب سایټ په پروني لیسټ کښې د ISI یعنې Inter-Services Intelligence په نامه د پاکستان د استخباراتو د سازمان نوم د هندوستان د استخباراتو د سازمان RAW په شمول له سیمه ایزو سیالانو لوړ دی.

د دغه رپورټ له مخې د پیچلو عملیاتو اجرا او په وخت عمل کول له هغو ځانګړنو دي چې له امله یې دغه کاناډايي ویب سایټ د پاکستان د اطلاعاتو د ادارې نوم د دنیا په پنځو قدرتمندو سازمانونو کښې راوستی دی.

د پاکستان Inter-Services Intelligence اداره په ۱۹۴۸ کال کښې یعنې د دغه هیواد له خپلواکۍ یوازې یو کال وروسته جوړه شوه او نن سبا یې مشري د جنرال فیض حمید په غاړه ده.