د پاکستانیو اوهندی عسکرو په ډزوکې9هندی عسکر وژل شوی
د پاکستان د پوځ د اطلاعاتو ادارې یا آئی ایس پی آر د اعلامیې په اساس،هندی پوځ په کنټرول کرښې کې د اوور بند په سیمو کې د اوور بند د خلاف ورزۍ په دوام کې په شاه کوټ ، نوسیری او جوړا سیکټر کې پر هستوګنې سیمې ډزې کړی،چې په موقعې په ځوا ب کې هم پاکستانی پوځیانو غاښ ماتونکی ځواب ورکړی
زمونږخبریال ددنیانیوز خبری سایټ له قوله راپور راکړ د پاکستان او هندوستان تر مینځ دکشمیر په کنټرول کرښې کې حالات لاپسې ترینګلی شوی او وئیل کیږی پرون دهندی عسکرو په ډزو کې د پاکستان یو پوځی وژل شوی ؤ چې د پاکستان پوځی ځواک ددغو ډزو په ځواب کې ورته په موقعې سخت ځواب ورکړی او وئیل کیږی ، چې په دغو ځوابی ډزو کې د هندوستان نهه پوځیان وژل شوی او یو شمیر نور ئې هم ټپیان شوی او د غه راز د هندیانو دوې پیاوړی مورچې هم تباه شوی دی .
د پاکستان دپوځ د اطلاعاتو ادارې یا آئی ایس پی آر د اعلامیې په اساس ، هندی پوځ په کنټرول کرښې کې د اوور بند په سیمو کې د اوور بند دخلاف ورزۍ په دوام کې په شاه کوټ ، نوسیری او جوړا سیکټر کې پر هستوګنې سیمې ډزې کړی ، چې په موقعې په ځوا ب کې هم پاکستانی پوځیانو غاښ ماتونکی ځواب ورکړی او په دغو حالاتو ئې یو ځل بیا ښودلې چې هندی تیری هیڅکله هم بې ځوابه نه پاتیکیږی .