پاکستان د هندوستان د پوځ د قومندان څرګندونو ته غبرګون وښود
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i85385-پاکستان_د_هندوستان_د_پوځ_د_قومندان_څرګندونو_ته_غبرګون_وښود
د پاکستان د پوځ ویاند په دغه هیواد کښې د وسله والو ډلو د مرکزونو د ویشتلو په هکله د هندوستان د پوځ د مشر څرګندونې رد کړې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 22, 2019 02:22 Asia/Kabul
  • پاکستان د هندوستان د پوځ د قومندان څرګندونو ته غبرګون وښود

د پاکستان د پوځ ویاند په دغه هیواد کښې د وسله والو ډلو د مرکزونو د ویشتلو په هکله د هندوستان د پوځ د مشر څرګندونې رد کړې.

جنرال آصف غفور پرون وویل: د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر کښې د جیش محمد وسله والې ډلې د دریو اډو د ویشتلو په هکله د بِپين راوت څرګندونې ردوو او هغه د سیمې د امنیت لپاره جدي ګواښ ګڼو.

د پاکستان د پوځ ویاند د هندوستان د پوځ د قومندان څرګندونې نهیلې کونکې وبللې او په اسلام آباد کښې یې له هندي سفارتکارانو وغوښتل چې د دغه هیواد د پوځ د مشر د ادعا د ثابتولو لپاره دې د پاکستاني کشمیر کتنه وکړي.

یاده دې وي چې د هندوستان د پوځ قومندان پرون د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر کښې د جیش محمد وسله والې ډلې په دریو جنګي اډو باندې د هند د هوايي حملې خبر ورکړی و او ویلې وو چې په دغه حمله کښې هم داشان ۱۰ تنه پاکستاني پوځیان هم وژل شوې دي.