یوشمیر سفیرانو د هند او پاکستان سرحدې سیمې وکتلې
-
پاکستان له هندوستان سره سرحدي سیمو ته د خارجي هیوادونو د سفیرانو د بیولو اقدام ته د حقیقت دبیانولو نوم ورکړی دی .
تسنیم خبری اژانس وایی د پاکستان حکومت ددغه هیواد په سرحدی سیمو کښې د سرزورو ډلو په څو مرکزونو د برید په هکله د هند دپوځ د قومندان بپین راوات ادعا ته په غبرګون کښې د بهرنیو هیوادونو یوشمیر سفیران دغو سیمو ته بوتلل .
د پاکستان د باندنیو چارو د وزارت ویاند محمد فیصل محمد فیصل وویل د اسلام اباد د حکومت په ملګرتیا سره د بهرنیو هیوادونو یوشمیر سفیران له هندوستان سره د ګډ سرحد د حالت د لیدو لپاره سرحدی سیمې ته ورغلل .
محمد فیصل وویل د خارجی هیوادونو سفیرانو د سرحدی سیمې له کتلو وروسته اعتراف وکړ چې په سرحدی سیمو کښې د سرزورو ډلو په څو اډو باندې د حملو په هکله د هند د پوځ د قومندان ادعا بې اساسه ده او په سرحدی سیمه کښې هیڅ مرکز نشته چې له مینځه یوړل شی .
پاکستان له هندوستان سره سرحدی سیمو ته د خارجی هیوادونو د سفیرانو د بیولو اقدام ته د حقیقت دبیانولو نوم ورکړی دی .
د هندوستان دپوځ قومندان بیپین راوات په تیرې یکشنبې ورځ ادعا وکړه چې دغه هیواد له هند سره د پاکستان په سرحدی سیمو کښې د سرزوروډلو په دریو (۳) اډو بمبارې کړی دی .