د جمعیت علمای اسلام د سرزورې څانګې په فعالیت بندیز ولګیده
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i85407-د_جمعیت_علمای_اسلام_د_سرزورې_څانګې_په_فعالیت_بندیز_ولګیده
د پاکستان حکومت د دغه هیواد د جمعیت علمای اسلام انصار الاسلام نومې تشدد غواړې څانګه ممنوع الفعالیت کړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 23, 2019 01:57 Asia/Kabul
  • د جمعیت علمای اسلام د سرزورې څانګې په فعالیت بندیز ولګیده

د پاکستان حکومت د دغه هیواد د جمعیت علمای اسلام انصار الاسلام نومې تشدد غواړې څانګه ممنوع الفعالیت کړه.

د پاکستان حکومت ویلې دي چې انصار الاسلام غیرقانوني کارونو ته لاس اچولی دی او د هیواد په مختلفو صوبو کښې یې امنیت او نظم ګډوډ کړی دی.

د پاکستان پولیسو له دې مخکښې د مولانا شفیق الرحمان او محمد ارشاد په نومونو د جمعیت علمای اسلام دوه جګ پوړي مشران نیولې وو.

دغه ګوند ویلې دي چې غواړي په راتلونکو اونیو کښې د پاکستان د وزیراعظم عمران خان په سیاستونو باندې په اعتراض کښې په ټول هیواد کښې پراخې مظاهرې وکړي.

خو د پاکستان حکومت له خیبرپښتونخوا صوبې څخه اسلام آباد ته د تلونکو لارو په بندولو سره هڅه کوي چې د جمعیت علمای اسلام ګوند د پلویانو د مظاهرو د ترسره کولو مخه ونیسي.