کشمیرکښې باید ټولپوښتنه ترسره شی
تسنیم خبری اژانس وایی د پاکستان لومړی وزیر عمران خان د هندوستان تر کنټرول لاندې کشمیر سیمه کښې د ټولپوښتنې په اړتیا ټینګار وکړ .
هغه د هند تر کنټرول لاندې د کشمیر سیمې له مسلمانانو په هراړخیزه ملاتړ اعلانولو سره وویل اوس وخت رارسیدلی دی چې د نوی ډیلی تر ولکې لاندې په کشمیر سیمه کښې د ټولپوښتنې یعنی ریفرینډم د ترسره کیدا په هکله د ملګروملتونو د غوښتنې احترام وشی .
هغه دغه راز د هندوستان په حکومت غږ وکړ چې خپل عسکر له کشمیر سیمې وباسی او خلکو ته اجازه ورکړی چې د خپل برخلیک د ټاکلو په هکله فیصله وکړی .
دغه راز د پاکستان د باندنیو چارو وزیر شاه محمود قریشی هم ټینګار وکړ د دغه هیواد ټول سیاسی او مذهبی ګوندونه د هند تر ولکې لاندې د کشمیر دخلکو ملاتړ کوی .
هغه وویل د هند تر کنټرول لانډې د کشمیر دخلکو په ملاتړ کښې وړمه ورځ په پاکستان کښې دخلکو مظاهرې ددې ښودنه کوی چې د پاکستان ولس تل د کشمیر دخلکو ملاتړ کوی او په دې زمینه کښې له یوبل سره متحد دی .
د پاکستان دپوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوا هم ویلی دی اسلام اباد به د هندوستان د عسکرو له نیواک څخه د کشمیر سیمې تر ازادیدا او د خپل برخلیک د ټاکلو حق ته دکشمیریانو تر رسیدا پورې دکشمیر د خلکو ملاتړ وکړی .