عمران خان په افغانستان کی ددوامدارې سولې په ضرورت ټینګار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i85553-عمران_خان_په_افغانستان_کی_ددوامدارې_سولې_په_ضرورت_ټینګار_وکړ
عمران خان زیاته کړه د افغانستان کړکیچ پوځی حل لاره نلری ، پر دې اساس پاکستان په افغانستان کی د دوامدارې سولې لپاره د هر ډول نوښت ملاتړ کوی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 29, 2019 11:42 Asia/Kabul
  • عمران خان په افغانستان کی  ددوامدارې سولې په ضرورت ټینګار وکړ

عمران خان زیاته کړه د افغانستان کړکیچ پوځی حل لاره نلری ، پر دې اساس پاکستان په افغانستان کی د دوامدارې سولې لپاره د هر ډول نوښت ملاتړ کوی .

د پاکستان د راډیو له ننی راپور سره سم  د پاکستان لومړی وزیرعمران خان او د افغانستان په چارو کښې د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد په اسلام اباد کښې د افغانستان د سولې د بهیر په هکله په تفصیل سره خبرې کړی دی .عمران خان زیاته کړه د افغانستان کړکیچ پوځی حل لاره نلری ، پر دې اساس پاکستان په افغانستان کی د دوامدارې سولې لپاره د هر ډول نوښت ملاتړ کوی .

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان له زلمی خلیل زاد سره په کتنې کښې وویل اسلام اباد په افغانستان کښې د سولې د راوستلو لپاره کلکه اراده لری او زیاته یې کړه د افغانستان د شخړې د ختمولو لپاره د موجودو خنډونو ختمول ضروری دی .

عمران خان وویل ټولو خوا ته په افغانستان کښې د تاوتریخوالی د ختمولو لپاره د عملی اقداماتو د ترسره کولوضرورت دی .

هغه وویل په افغانستان او سیمه کښې پایداره امن ، ثبات او پرمختګ د پاکستان په ګټه دی او پاکستان د مخلص دوست او د اسانتیا د برابرونکی په توګه  د رول لوبولو ته تیار دی .