معترضانو په اسلام آباد کښې د وزیراعظم د استعفا لپاره مظاهرې وکړې
په پاکستان کښې معترضو خلکو د دغه هیواد په پلازمینې اسلام آباد کښې د وزیراعظم عمران خان د استعفا ورکولو غوښتنه وکړه.
اعتراض کونکو د (ځه نیازي) چغې ووهلې او د ځینو نورو اپوزیشن ګوندونو په شمول د جمعیت علمای اسلام فضل څانګې تور او سپین بیرغونه یې اوچت کړې دي.
پاکستاني رسنیو وویل چې د جمعیت علمای اسلام ګوند د ف څانګې مشر فضل الرحمان د غونډې ځاې ته ورسید.
خبر زیاتوي چې اصلي غونډه او مظاهرې به نن د جمعې له لمانځه وروسته وشي چې په کښې به د فضل ګوند نه علاوه د مسلم لیګ ن ګوند، پیپلز پارټۍ او د عوامي نیشنل ګوند په شمول د پاکستان د زیاتره سیاسي ګوندونو غړي ګډون وکړي.
د دې اعتراضي لاریون مشري چې له کراچۍ پیل شوی او د هیواد له مختلفو ښارونو په تیریدو سره پلازمینې اسلام آباد ته رسیدلی دی، د جمعیت علمای اسلام فضل څانګې مشر مولانا فضل الرحمان کوي.