عمران خان دې له وزیراعظمۍ استعفا ورکړي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i85623-عمران_خان_دې_له_وزیراعظمۍ_استعفا_ورکړي
مولانا فضل الرحمان بیګا په اسلام آباد کښې د پاکستان له وزیراعظمۍ د عمران خان د استعفا ورکولو غوښتونکی شو.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Nov 02, 2019 05:43 Asia/Kabul
  • عمران خان دې له وزیراعظمۍ استعفا ورکړي

مولانا فضل الرحمان بیګا په اسلام آباد کښې د پاکستان له وزیراعظمۍ د عمران خان د استعفا ورکولو غوښتونکی شو.

د ایرنا د خبر له مخې فضل الرحمان چې د پاکستان په پلازمینې اسلام آباد کښې د حکومت د زرګونو مخالفانو د اعتراضي ناستې مشري کوي، عمران خان ته یې د الټي میټم په ورکولو سره وویل چې هغه له قدرته د څنګته کیدو لپاره یوازې ۴۸ ساعتونه وخت لري.

د ویلو ده چې د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ د جمعیت علمای اسلام ګوند د فضل څانګې زرګونو پلویانو د پاکستان د نورو اپوزیشن ګوندونو د مشرانو او پلویانو په ګډون له پرونه په اسلام آباد کښې د حکومت خلاف خپلې پرلتۍ او اعتراضي غونډه پیل کړې ده.