پاکستان یو وار بیا په هندوستان نیوکه وکړه
پاکستان: د جمو او کشمیر په هکله د یوې نوې نقشې خپرول له قانوني نظره بې بنیاده او د دغې سیمې په لړ کښې د ملګرو ملتو د امنیت شورا د پریکړه لیک خلاف ورزي ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کښې وویل: د جمو او کشمیر په هکله د یوې نوې نقشې خپرول له قانوني نظره بې بنیاده او د دغې سیمې په لړ کښې د ملګرو ملتو د امنیت شورا د پریکړه لیک خلاف ورزي ده.
د ایرنا د خبر له مخې د پاکستان د خارجه وزارت په بیانیه کښې، دې ټکي ته په اشارې سره چې هندوستان د جمو او کشمیر د وضعیت د بدلولو لپاره داسې اقدام نه شي کولی چې د ملګرو ملتو له خوا په رسمیت وپیژندل شي، راغلې دي: اسلام آباد د دغو سیاسي نقشو خپرول چې په ملګرو ملتو کښې له موجود نقشو سره سمون نه خوري، مردود ګڼي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دغې خبرپاڼې په دوام کښې ټینګار کړی چې د هندوستان د حکومت اقدامات د جمو او کشمیر د خلکو د خودمختارۍ جوت حق نه شي کمزوری کولی.