پاکستان د امریکا د خارجه وزارت په ادعا نیوکه وکړه
محمد فیصل په دغه نیوکه کی د امریکا د خارجه وزارت راپور د سیمه ایزې سولې په ټینګولو کی د پاکستان په اغیزمن رول د دغه هیواد د مشرانو له څرګندونو سره په تضاد کی وباله .
زمونږ خبریال راپور راکوی د پاکستان د خارجه وزارت ویندوی محمد فیصل نن وویل له دې سره سره چی د نړۍ هیوادونه له ترهه ګرۍ سره د اسلام اباد په مبارزې اعتراف لری د امریکا خارجه وزارت په خپل وروستی راپور کی له سیمه ایزې ترهه ګرۍ سره په مبارزه کی د پاکستان د اغیزمن رول انکار کړې دې .
محمد فیصل په دغه نیوکه کی د امریکا د خارجه وزارت راپور د سیمه ایزې سولې په ټینګولو کی د پاکستان په اغیزمن رول د دغه هیواد د مشرانو له څرګندونو سره په تضاد کی وباله .
ده همداراز ټینګار وکړ اسلام اباد په افغانستان کی د سولې د بهیر د پرمختګ لپه لړ کی په سیمه کی د امنیت او ثبات ټینګولو لپاره خپل روغ نیت ثابت کړې دې .
امریکا پخپله په داسې حال کی له ترهه ګرۍ سره د مبارزې ادعا لری چی دغه هیواد د داعش په شمول د ترهه ګروډلو په بڼه غوره کولو او پراختیا کی نه انکاریدونکې رول درلودلې دې .