د پاکستان نب ادارې د اسحاق ډارځینی شتمنۍ ضبط کړې
د پاکستان احتساب ادارې په یوې خبرتیا کې وئیلی دی ،اسحاق ډار د پاکستان د خزانې د نغرل شوو میلیارډونو روپیو په بې درکه کیدا کې رول لری .
تسنیم خبری اژانس راپورورکړ دپاکستان د احتساب ادارې مشر جاوید اقبال په یولړ څرګندونو کې وئیلی دی ،دغې ادارې د پاکستان د پخوانی خزانې وزیر اسحاق ډار سره اړونده په یوبانکی اکاؤنټ کې څه دپاسه پنځه سوه میلیون روپۍ کشف او ضبط کړی دی .
اسحاق ډار له څو کلونو راهسې په لندن کې دیره ده او د پاکستان له قضایه محکمو له خوا فراری معرفی شوی دی .

جاوید اقبال دغه راز وئیلی پر دغو نغدو پیسو سربیره ، د پاکستان د خزانې د پخوانی وزیر نور ډیر املاک او ځایونه هم کشف شوی ، چې داسحاق ډار په مالکیّت کې دی. دوئیلو ده چې اسحاق ډار د نواز شریف د لومړی وزارت په وخت د پاکستان دخزانې وزیر ؤ خو وروسته دناروغۍ د درملنې په پلمه ا نګلستان ته لاړ او د پاکستان د سپریم کورټ له خوا د د ومدارو احضاریو سره سره حاضر نه شو پاکستان ته بیرته وګرځی .
د پاکستان احتساب ادارې په یوې خبرتیا کې وئیلی دی ،اسحاق ډار د پاکستان د خزانې د نغرل شوو میلیارډونو روپیو په بې درکه کیدا کې رول لری .