د سيمه ايزو مسائلو په هواري د پاکستان تاکيد
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i86025-د_سيمه_ايزو_مسائلو_په_هواري_د_پاکستان_تاکيد
د پاکستان خارجه وزير له ګاونډيانو سره د اقتصادي ډېپلومېسۍ او تجارتي تعلقاتو پراختيا د سيمې د امنيتي مسائلو د هواري لپاره ترټولو تاثير کونکې لاره وګڼله.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Nov 21, 2019 14:15 Asia/Kabul
  • د سيمه ايزو مسائلو په هواري د پاکستان تاکيد

د پاکستان خارجه وزير له ګاونډيانو سره د اقتصادي ډېپلومېسۍ او تجارتي تعلقاتو پراختيا د سيمې د امنيتي مسائلو د هواري لپاره ترټولو تاثير کونکې لاره وګڼله.

له اسلام آباده زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې شاه محمود قرېشي نن  د اسلام آباد د سټراټيجکو مطالعاتو په فکري مرکز کښې وويل، په سيمه کښې تجارت محوره پاليسي او د اقتصادي رشتو جوړول په سيمه کښې د امنيتي مسائلو د هواري او د تاوتريخوالي د ختمولو لپاره ډېر زياته موثره حل لاره او د پاکستان د حکومت له ترجيجاتو څخه دي.

د پاکستان د ډېپلومېسي ادارې مشر د دې په بيانولو سره چې د سياسي مسائلو حل له اقتصادي تعلقاتو سره نزدې تعلق لري زياته کړه،د سيمه ايزو مشکلاتو هوارے او له ګاونډيانو سره د غوره تعلقاتو رامنځته کول او د هغو پراختيا په سيمه کښې د بې ثباتۍ، تاوتريخوالي او جنګ جګړو زمينه ختموي.

د پاکستان خارجه وزير د سي پېک په نامه د بيجنګ او اسلام آباد ګډ کورېډور ته په اشارې سره چې چين پکښې له پينځويشت ميليارډ ډالرو زياته پانګونه کړې ده وويل، هېواد يې امنه مېنځني ختيځ د لاسرسائۍ په لړ کښې له چين نه علاوه له خپلو ټولو ګاونډي هېوادونو سره د اقتصادي تعلقاتو د پراختيا غوښتونکے دے.