هندوستان په سرحدونو کښې توغندی دیره کړی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i86171-هندوستان_په_سرحدونو_کښې_توغندی_دیره_کړی
ایرنا خبری اژانس وایی د هندوستان پوځ له پاکستان سره په ګډو سرحدونو کښې د صهیونیسټ رژیم جوړ «اسپایک » ټانک ضد توغندی دیره کړل .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Nov 28, 2019 05:36 Asia/Kabul
  • هندوستان په سرحدونو کښې توغندی دیره کړی

ایرنا خبری اژانس وایی د هندوستان پوځ له پاکستان سره په ګډو سرحدونو کښې د صهیونیسټ رژیم جوړ «اسپایک » ټانک ضد توغندی دیره کړل .

د هندوستان یوه (۱) پوځی چارواکی چې غوښتل نوم یې ایشوا نشی ادعا وکړه د اسرائیلو جوړ دغه توغندی به د پاکستان په خاوره کښې د ترهګرو ډلو په مرکزونو د حملو لپاره وکارول شی .

حاضردمه هندوستان له اسرائیلو څخه څه دپاسه دوه سوه څلویښت (۲۴۰) هدایت شوی یعنی ګایډیډ توغندی اخیستی دی او هغه یې له پاکستان سره په ګډو سرحدونو کښې دیره کړی دی .

د هندوستان دغه اقدام په داسې حال کښې دی چې د کشمیر سیمې په سره له پاکستان سره د نوی ډیلی اړیکې له تاوتریخوالی ډکې دی .

په ۲۰۱۷ میلادی کال کښې د صهیونیسټ رژیم اته پنځوس (۵۸) فیصده وسلې اسیا او اوقیانوسیې ته استول شوی چې پکښې هند  د وسلو یو (۱) ستر اخیستونکی ګڼل کیږی .