د پاکستان حکومت د سترې محکمې په حکم نیوکه وکړه
Dec 21, 2019 13:15 Asia/Kabul
عمران خان: حکومت به د قضايي ادارې خلاف چې داسې یو حکم یې صادر کړی، شکایت وکړي.
د پاکستان وزیراعظم وویل چې د سترې محکمې له خوا د پخواني ولسمشر پرویز مشرف لپاره د پانسۍ د حکم صادریدل قانوني او شرعي حیثیت نه لري.
فارس خبري آژانس لیکلې دي چې عمران خان نن وویل: د پرویز مشرف لپاره د اعدام یا پانسۍ حکم د شخصي دښمنۍ په وجه صادر شوی دی.
د واکمن تحریک انصاف ګوند مشر زیاته کړه: حکومت به د قضايي ادارې خلاف چې داسې یو حکم یې صادر کړی، شکایت وکړي.
ټیګونه