لاهور هايي کورټ د پرویز مشرف د پانسۍ حکم رد کړ
Jan 14, 2020 05:28 Asia/Kabul
د پاکستان د لاهور لوې محکمې د دغه هیواد د ځانګړې محکمې له خوا د پخواني ولسمشر متقاعد جنرال مشرف لپاره د پانسۍ د حکم صادریدل غیرقانوني وبلل
تسنیم خبري آژانس لیکلې دي چې د لاهور هايي کورټ پرون د پرویز مشرف د پانسۍ په حکم پورې د اړوندې دوسیې له څیړنې وروسته په یوه خبرپاڼه کښې وویل چې د هغه د دوسیې په لړ کښې د پاکستان د ځانګړې محکمې جوړیدل غیرقانوني دي.
د لاهور لوې محکمې په خپلې خبرپاڼې کښې د پرویز مشرف په غیاب کښې او په داسې حال کښې چې هغه د ځان د دفاع حق نه دی موندلی، د قانون خلاف ورزي وبلله او ویې ویل چې دغه حکم د اجرا وړ نه دی.
د ویلو ده چې د پاکستان ځانګړې محکمې په دې وروستیو کښې د دغه هیواد پخوانی ولسمشر او ریټایرډ پوځي قومندان د پاکستان د اساسي قانون د ځنډولو په جرم په پانسۍ محکوم کړی و.
ټیګونه