دایلس ویلز څرګندونې له لیونتوب ډکې دي
Jan 24, 2020 11:19 Asia/Kabul
سي این این ټیلي ويژن راپور ورکړ د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د چین او د پاکستان د اقتصادي کوریډور په هکله د امریکا د خارجه وزیرې د مرستیالې میرمن ایلس ویلز ادعاګانې احمقانه وبللې .
عمران خان نن د چین او دپاکستان د اقتصادي کوریډور سي پیک په هکله د جنوبي اسیا په چارو کښې د امریکا د ځانګړي استازي ایلس ویلز لاسوهونکو څرګندونو ته په غبرګون کښې وویل اسلام اباد به هیڅ هیواد ته اجازه ورنکړي چې د پاکستان او دچین په اړیکو کښې لاسوهنه وکړي .
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د امریکا د خارجه وزیر مایک پمپئو د مرستیالې ایلس ویلز د ادعاګانو د ردولو په ترڅ کښې وویل تراوسه د چین او د پاکستان د اقتصادي کوریډور دوې (۲) مقدماتي برخې افتتاح شوي او په راتلونکي کښې به هم د نورو برخې هم کار پیل کړي .
ټیګونه