پاکستان وایی غواړو د افغانستان د سولې پروسه بریالی شي
میرمن فاروقي وویل چې پاکستان د افغانستان د سولې او روغې جوړې په پروسه کې د اسانتیا برابروونکۍ رول لوبولی دی
د پاکستان د باندنیو چارو وزارت ویانده عایشه فاروقي وایي، اسلام اباد غواړي په افغانستان کې د سولې او پخلاینې پروسه بریا ته ورسېږي، ترڅو هلته تل پاتې سوله رامینځته شي.
میرمن عایشه فاروقي خبریالانو ته ویلي، د افغانستان د سولې پروسې په اړه د پاکستان دریځ روښانه دی او پاکستان غواړي په افغانستان کې د سولې پروسه بریالۍ وي.
میرمن فاروقي وویل چې پاکستان د افغانستان د سولې او روغې جوړې په پروسه کې د اسانتیا برابروونکۍ رول لوبولی دی .
نوموړئ زیاته کړه چې پاکستان په دوحه کې د خبرو له بیا پیل څخه هرکلی کوي چې په ترڅ کې یې طالبانو د تاوتریخوالي کمولو غږ کړی دی.
د هغې په وینا ، پاکستان تمه لري چې طالبان د تاوتریخوالي کمولو اعلان وکړي او د سولې په خبرو کې هر ډول پرمختګ به د سولې په راوستو کې مرسته وکړي.