د پاکستان د پښتون زرغون غورځنګ یو جګ پوړې غړی ونیوی شو
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i87639-د_پاکستان_د_پښتون_زرغون_غورځنګ_یو_جګ_پوړې_غړی_ونیوی_شو
د پاکستان پولیسو د پښتون زرغونې غورځنګ مشهور او لوړرتبه غړی او د قومي اسمبلۍ استازی ونیوه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 31, 2020 04:20 Asia/Kabul
  • د پاکستان د پښتون زرغون غورځنګ یو جګ پوړې غړی ونیوی شو

د پاکستان پولیسو د پښتون زرغونې غورځنګ مشهور او لوړرتبه غړی او د قومي اسمبلۍ استازی ونیوه.

د اسلام آباد پولیسو د پاکستان د ملي پارلیمان (قومي اسمبلۍ) نماینده او د پښتون زرغون غورځنګ جګ بوړی غړی محسن داوړ د خپلو پلویانو او د پښتون زرغونې غورځنګ د غړو په ټول کښې د وینا پر مهال ونیوه.

د پښتون زرغونې غورځنګ پلویانو د محسن داوړ او منظور پشتون په نیونې باندې اعتراض کښې د پاکستان په مختلفو ښارونو کښې مظاهرې وکړې.

په عین حال کښې دپاکستان د کورنیو چارو وزیر اعجاز شاه وویل چې له پښتنو سره مذاکره روانه ده خو کوم کسان چې د قانون خلاف ورزي کوي هغوي به نیول کیږي.

په دې منځومان کښې د پښتون زرغونې غورځنګ ۲۳ غړي نیول شوي او زنداني کړی شوې دي.