دامریکا ځانګړی استازی خلیلزاد یو ځل بیا پاکستان ته لاړ
د طالبانو او امریکا خبرې اترې له څو ورځې مخکې دریدلی دی او د افغانستان په غزنی ولایت کی د امریکا یوه الوتکه هم نسکوره شوی ده چی طالبان وایی دا الوتکه دغې ډلې نسکوره کړی ده .
د ایرنا خبری اژانس له راپور سره سم پاکستاني چارواکو ویلي، خلیلزاد به د دغه هیواد د پوځ له مشرانو او ملکي مقاماتو سره د افغان سولې ، د سیمي د وروستیو بدلونونو او له طالبانو ډلې سره په خبرو اترو کی د نوی بندون په رابطه خبرې اترې وکړي.
بلخوا طالب سرچینو داسې ویلي چې امریکا د سولې په مذاکراتو کې نوي شرطونه وړاندې کړي دي چې کېدای شي طالب مشران یې ونه مني او مذاکرات د خرابیدو پرلور ولاړ شي.
دغه ډله وايي، د سولې د تړون د لاسلیک په ورځو کې یې د تاوتریخوالي له کمولو سره هوکړه کړې، خو افغان حکومت له اوربند پرته بل هیڅ شی نه منی.
د طالبانو او امریکا خبرې اترې له څو ورځې مخکې دریدلی دی او د افغانستان په غزنی ولایت کی د امریکا یوه الوتکه هم نسکروه شوی ده چی طالبان وایی دا الوتکه دغې ډلې نسکوره کړی ده .
دامریکا او طالبانو ډلې ترمینځ تراوسه د خبرو اترو یولیس پړاونه په قطر کی ترسره شوی دی خو د افغان ولس لپاره یې کومه نتیجه نده درلودلی او امریکایان هم له ترهه ګرۍ سره د جنګ په پلمه هماغه راز په دغه هیواد کی پوځی شتون لری .