زرګونه پاکستانیان له عربستان اویستی شول
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i87682-زرګونه_پاکستانیان_له_عربستان_اویستی_شول
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وویل چې په تیرو پنځو کالو کښې ۲ لکه ۸۵ زره او ۹۸۰ تنه پاکستانیان له عربستانه ایستل شوې دي.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Feb 02, 2020 07:42 Asia/Kabul
  • زرګونه پاکستانیان له عربستان اویستی شول

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وویل چې په تیرو پنځو کالو کښې ۲ لکه ۸۵ زره او ۹۸۰ تنه پاکستانیان له عربستانه ایستل شوې دي.

شاه محمود قریشي پرون د پاکستان د سینیټ په غونډه کښې وویل: زیاتره پاکستانیان د عربستان له پلازمینې ریاض او هم داشان جدې ښاره ایستل شوې دي.

که څه هم له عربستانه د پاکستاني ښاریزو د ایستلو وجه نه ده اعلان شوې خو ویل کیږي چې د ریاض د حکومت اقتصادي حالات له دغه هیواده د بهرنیو کارکونکو د ایستلو یوه وجه ده.

دا خبر زیاتوي چې په عربستان کښې څه باندې یونیم میلیون پاکستانیان په ډیرو سختو حالاتو کښې کار کوي او هم داشان د رسمي احصائیو له مخې، له دریو زرو زیات پاکستاني ښاریز د عربستان په جیلونو کښې پراته دي او هر کال بې له محاکمې د یوشمیر زندانیانو سرونه پرې کیږي.