د کشمیر مسلې ته د امریکا ورننوتل خطرناک دي
تسنیم خبري اژانس وايي د پاکستان تر کنټرول لاندې د کشمیر سیمې لومړي وزیر راجا فاروق حیدر پرون د هندوستان تر کنټرول لاندې د کشمیر سیمې له خلکو سره د پیوستون له ورځې سره په یووخت وویل د کشمیر سیمې د مسلې په حل کښې د امریکا مینځګړیتوب به هیڅکله د مسلمانانو په ګټه پاې ته ونه رسیږي .
هغه وویل د کشمیر مسلې ته د امریکا ورګډیدل ډیر خطرناک کار دی .
د پاکستان تر کنټرول لاندې د کشمیر سیمې لومړي وزیر راجا فاروق حیدر زیاته کړه امریکا هیڅکله د کشمیر د خلکو او د مسلمانانو په ګټه د کشمیر موضوع ته نه ورګډیږي او که چیرې واشنګټن د کشمیر سیمې په هکله کومه فیصله هم وکړي نو د کشمیر د خلکو په ګټه نه بلکې د هندوستان په ګټه به وي .
فاروق حیدر وویل پاکستان باید د فلسطین په مسله کښې د امریکا له لاسوهنې درس واخلي او امریکا ته د کشمیر په کورنیو چارو کښې د لاسوهنې اجازه ورنکړي .