ایران او پاکستان د پوځي ملګرتیاؤ پراختیا غواړي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i87781-ایران_او_پاکستان_د_پوځي_ملګرتیاؤ_پراختیا_غواړي
اسلام آباد کښې د ایران سفیر او د پاکستان د پوځ لوې درستیز د سیمې د وروستیو بدلونونو او د دوه اړخیزو پوځي او امنیتي اړیکو په تیره بیا د سرحدي ملګرتیاؤ د پراختیا په هکله د نظر تبادله وکړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 07, 2020 04:19 Asia/Kabul
  • ایران او پاکستان د پوځي ملګرتیاؤ پراختیا غواړي

اسلام آباد کښې د ایران سفیر او د پاکستان د پوځ لوې درستیز د سیمې د وروستیو بدلونونو او د دوه اړخیزو پوځي او امنیتي اړیکو په تیره بیا د سرحدي ملګرتیاؤ د پراختیا په هکله د نظر تبادله وکړه.

اسلام آباد کښې د ایران سفیر او د پاکستان د پوځ لوې درستیز د سیمې د وروستیو بدلونونو او د دوه اړخیزو پوځي او امنیتي اړیکو په تیره بیا د سرحدي ملګرتیاؤ د پراختیا په هکله د نظر تبادله وکړه.

د پاکستان لپاره د ایران سفیر سید محمد علي حسیني پرون په راولپنډۍ کښې د پاکستان د پوځ له لوې درستیز جنرال ندیم رضا سره په کتنه کښې، په ګډه پوله د اغزن تار لګولو په لړ کښې د پاکستاني لوري د جدیت په قدرونې سره په سیمه ایزو بدلونونو او د اسلامي وحدت په پیاوړتیا کښې د اسلام آباد د رول ملاتړ وکړ.

په دغه کتنه کښې د پاکستان د پوځ لوې رستیز هم د لویدیځې آسیا د بدلونونو په هکله او د کشمیر د خلکو په ملاتړ کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د رغنده دریځونو قدرونه وکړه.