حافظ سعيد په دوو قضيو کښې په يولس کاله بند محکوم شو
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i87917-حافظ_سعيد_په_دوو_قضيو_کښې_په_يولس_کاله_بند_محکوم_شو
پاکستان کښې د جماعت الدعوه ګوند مشر حافظ سعيد په دوو قضيو کې په يوولس کاله بند او ۳۰ زره کلدارو جريمې محکوم شو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 13, 2020 04:14 Asia/Kabul
  • حافظ سعيد په دوو قضيو کښې په يولس کاله بند محکوم شو

پاکستان کښې د جماعت الدعوه ګوند مشر حافظ سعيد په دوو قضيو کې په يوولس کاله بند او ۳۰ زره کلدارو جريمې محکوم شو.

د پاکستان پنجاب صوبې په مرکز لاهور ښار کې د ترهګرۍ خلاف محکمې په لاهور او ګجرانواله کې د حافظ سعيد پر خلاف د دوو بيله بيلو قضيو د ثبت له امله په پنځه نيم پنځه نيم کاله بند او پنځلس پنځلس زره کلدارې جريمې سزا واوروله.

په دواړو قضيو کې پر حافظ سعيد تور  و، چې د ترهګرو لپاره يې مالي مرستې ټولې کړي دي او محکمې هم په يادو تورونو کې نوموړی مجرم بللی دے.

د حافظ سعيد مدافع وکيل عمران ګِل رسنيو ته ويلي، د جماعت الدعوه مشر او ورسره يې يو بل نږدې ملګری ملک ظفر اقبال د ترهګرو د مالي مرستې او چندې د راټولو په تور په دوو قضيو کې په يوولس کاله بند محکوم شو.

محکمې امنيتي ادارو ته ويلي، تر امر ثاني پورې دې حافظ سعيد په بند کې وساتل شي.

قانون پوهان وايي، د پاکستان د قانون له مخې به حافظ سعيد پنځه نيم کاله په زندان کې تېروي؛ ځکه چې نوموړی په دواړو جرمونو په يوه وخت کې محکوم شوی دی.

په تېر ۲۰۱۹ کال کې هم د پنجاب ترهګرۍ ضد محکمې حافظ سعيد د ناقانونه ډلو لپاره د بسپنې ټولو په جرم محکوم کړی و، خو هغه مهال نوموړي دا تورونه رد کړي وو او ټينګار يې کړی و، چې د ده پر خلاف کوم ثبوت نشته او حکومت د نړيوال دباو په وجه دې نیولی دے.