ایران او پاکستان د ټوریزم د پراختیا لارې چارې ارزوي
د ټوریزم او سفرونو د سیالۍ منلو د نوي راپور په اساس چې د اقتصاد د نړیوالې ټولنې په وسیله خپریږي،ایران د نړۍ په یوسل څلویښتو هیوادونو کې د سیل او ټوریزم تر ټولو ارزان مقصد دی .
ایرنا خبری آژانس له اسلام اباده راپورراکړ د د پاکستان د ټوریزم د پراختیا د ادارې مشر او د لومړي وزیر ځانګړي سلاکار سید ذوالفقار عباس بخاري پرون په اسلام اباد کې په پاکستان کې د ایران سفیر سید محمد علی حسیني سره په کتنې کې په بیلابیلو حوزو کې په تیره بیا د ټوریزم په صنعت کې د د وو اړخیزو اړیکو په پراختیا او دملګرتیا په پیاوړتیا ټينګار وکړ.
ذوالفقار بخاري په دغې کتنې کې وئيلی دي،پاکستان په بیلابیلو زمینو په تیره بیا د ټوریزم یا سیّل په برخې کې د دواړو هیوادونو دملګرتیاؤ د ز یاتیدا تود هرکلی کوي.
داسلامی ایران سفیر هم په دغې کتنې کې وئيلي دي ، ایران د زیارتي او سیل یا ټوریزم په شمول په مختلفو حوزو کې له پاکستان سره د راشه دیرشه د سویو د لوړاوي لپاره د ګډو ملګرتیاؤ پراختیا ته تیار دی .
محمد علی حسیني همدرااز د دواړو هیوادونو ترمینځ د ولسی مناسباتو او ایران او دغه راز عراق ته د زیارتي سفرونو لپاره دپاکستان دخلکو زیاتیدونکي لیوالتیا ته په پام سره د الوتونو د زیاتولو د ضرورت او په اهمیّت ټينګار وکړ .
په کال کې د پاکستان کابو یو نیم لک کسان په ایران او عراق کې د سپيڅلو زیارتونو د لیدو لپاره دبلوچستان صوبلې له لارې دغو دوو هیوادونو ته سفرونه کوي .
د ایران سیستان او بلوچستان ولایت عراق،اروپا او دمینځنۍ آسیاحوزې ته د پاکستان یوازینۍ ارتباطي لاره ده .
د ټوریزم او سفرونو د سیالۍ منلو د نوي راپور په اساس چې د اقتصاد د نړیوالې ټولنې په وسیله خپریږي،ایران د نړۍ په یوسل څلویښتو هیوادونو کې د سیل او ټوریزم تر ټولو ارزان مقصد دی .