زمونږ خپلوان چرته دي؟
(last modified Tue, 25 Feb 2020 01:36:39 GMT )
Feb 25, 2020 06:06 Asia/Kabul
  • فایل فوټو
    فایل فوټو

د خپلو عزیزانو په بې درکه کیدو باندې په اعتراض کښې مظاهره کونکو پرون ۔۔۔

د پاکستان د سند صوبې په مرکز کراچۍ کښې په سل هاؤ پاکستانیانو د ګڼو شیعه مسلمانانو په بې درکه کیدو باندې په اعتراض کښې مظاهرې وکړې.

د خپلو عزیزانو په بې درکه کیدو باندې په اعتراض کښې مظاهره کونکو پرون د پاکستان له حکومت او امنیتي ارګانونو وغوښتل چې د هغوي لټون او قضايي تعقیبونه وکړي.

معترضانو ټینګار وکړ چې د بې درکه شویو خپلوانو او عزیزانو تر موندنې او آزادۍ پورې به خپلې مظاهرې جاري وساتي.

په هم دې تړاؤ د پاکستان د بې درکه شویو کسانو تحقیقاتي کمیشن په تیر ۲۰۱۹ کال کښې ویلي وو چې د هیواد له مختلفو سیمو څخه څه باندې پنځه زره کسان تښتول شوې دي.