د پاکستان پوله د ايران د تجارتي سامانونو په مخ پرانېستل شوه
Mar 07, 2020 14:20 Asia/Kabul
د ايران د ګمرک وياند د ايران د سوداګرۍ د سامانونو د ځاے پرځاے کېدو لپاره د پاکستان د پولې د خلاصېدو خبر ورکړ.
د ايرنا د رپوټ له مخې سيد روح الله لطيفي د دې خبرې په بيانولو سره وويل، په پاکستان کښې د تفتان ګمرک ته د دولسو ټرکونو په ننوتلو سره له څو ورځو نه وروسته د ايراني ټرکونو د تګ راتګ چلند بيا شروع شو.
د ايران د ګمرک د وياند د وېنا له مخې د ايران ګمرک د دواړو هېوادونو ترمېنځ د سامانونو د ټرانسپورټ د چلند د ګړندي کولو لپاره له پاکستاني چارواکو سره د صلاح مشورو په حال کښې دے.
ټیګونه