د پاکستان او افغانستان په ګډې سرحدي سیمې کښې چاودنه شوې
Mar 08, 2020 02:45 Asia/Kabul
د افغانستان او پاکستان په ګډې پوله ایزې سیمې کښې د بم په چاودنه کښې اته تنه ژوبل شوې دي.
د ایرنا د رپورټ له مخې د پاکستان پولیسو بیګا وویل چې دغه بم د پاکستان د سول لویدیځ په بلوچستان صوبه کښې له افغانستان سره په لګیدلې سرحدي سیمې چمن کښې چاودیدلی چې له امله یې د دوو پولیسو په شمول اته تنه زخمي شوې دي.
په چاودنې کښې څو موټران او موټرسایکلونه هم ویجاړ شول.
دغه چاودنه په داسې حال کښې شوې چې د پاکستان حکومت د کورونا وایرس د خوریدو د مخنیوي په موخه له افغانستان سره د چمن ګډ سرحد له تیرې شنبې څخه تړلی و.
ټیګونه