د پاکستان او افغانستان په ګډې سرحدي سیمې کښې چاودنه شوې
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i88501-د_پاکستان_او_افغانستان_په_ګډې_سرحدي_سیمې_کښې_چاودنه_شوې
د افغانستان او پاکستان په ګډې پوله ایزې سیمې کښې د بم په چاودنه کښې اته تنه ژوبل شوې دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 08, 2020 02:45 Asia/Kabul
  • د پاکستان او افغانستان په ګډې سرحدي سیمې کښې چاودنه شوې

د افغانستان او پاکستان په ګډې پوله ایزې سیمې کښې د بم په چاودنه کښې اته تنه ژوبل شوې دي.

د ایرنا د رپورټ له مخې د پاکستان پولیسو بیګا وویل چې دغه بم د پاکستان د سول لویدیځ په بلوچستان صوبه کښې له افغانستان سره په لګیدلې سرحدي سیمې چمن کښې چاودیدلی چې له امله یې د دوو پولیسو په شمول اته تنه زخمي شوې دي.

په چاودنې کښې څو موټران او موټرسایکلونه هم ویجاړ شول.

دغه چاودنه په داسې حال کښې شوې چې د پاکستان حکومت د کورونا وایرس د خوریدو د مخنیوي په موخه له افغانستان سره د چمن ګډ سرحد له تیرې شنبې څخه تړلی و.