د نواز لیګ مشران له شهباز شریفه د سملاسی ستنیدا غوښتنه کوي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i88614-د_نواز_لیګ_مشران_له_شهباز_شریفه_د_سملاسی_ستنیدا_غوښتنه_کوي
د پاکستان پخوانی خارجه وزیر او د نواز څانګې لوړ رتبه مشر خواجه اصف وویل شهباز شریف باید ژر تر ژره خپل هیواد ته راستون شي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 13, 2020 02:49 Asia/Kabul
  • د نواز لیګ مشران له شهباز شریفه د سملاسی ستنیدا غوښتنه کوي

د پاکستان پخوانی خارجه وزیر او د نواز څانګې لوړ رتبه مشر خواجه اصف وویل شهباز شریف باید ژر تر ژره خپل هیواد ته راستون شي .

تسنیم خبري اژانس د جیو تی وی له قوله راپور ورکوی د مسلم لیګ نواز څانګې مشران لوړ رتبه مسولان په پاکستان کې د دغه ګوند د مشر په نه شتون د نیوکې په ترڅ کې له انګلستانه ، خپل وطن ته د هغه د سملاسی ستنیدا غوښتنه وکړه .

د پاکستان پخوانی خارجه وزیر او د نواز څانګې لوړ رتبه مشر خواجه اصف وویل شهباز شریف باید ژر تر ژره خپل هیواد ته راستون شي .  ده جوته کړه مونږه مجبوره یو چی دا حقیقت ومنو چی د نواز څانګې د مشر اوږده او بی دلیله نیشتوالي پر مونږه د نیوکې لاره برابره کړی ده .

د ویلو ده چی نواز شریف د خپلې ناروغۍ د درملنې لپاره  انګستان ته لاړ دې او شهباز شریف هم له هغه سره لاړ دې خو دواړه تراوسه ستنیدا ته ندي چمتو شوی .