د هرمز سولې د نوښت باید درست سیمه ایز هیوادونه هرکلی وکړي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i88661-د_هرمز_سولې_د_نوښت_باید_درست_سیمه_ایز_هیوادونه_هرکلی_وکړي
پاکستان له ایران سره د فارس خلیج دملګرتیا شورا د ځينو هیوادونو ترمینځ په اړیکو کې په وروستیو رامینځةشوو تاؤتریخوالو اندیښمن دی او باؤري دی دغې مسئلې او مشکلات باید په خبرواترو سره حل شي او د تاؤتریخوالی ختمیدا،دسیمې د درستو هیوادونود ګټو تامینونکي ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 15, 2020 12:53 Asia/Kabul
  •   د هرمز سولې د نوښت باید درست سیمه ایز هیوادونه هرکلی وکړي

پاکستان له ایران سره د فارس خلیج دملګرتیا شورا د ځينو هیوادونو ترمینځ په اړیکو کې په وروستیو رامینځةشوو تاؤتریخوالو اندیښمن دی او باؤري دی دغې مسئلې او مشکلات باید په خبرواترو سره حل شي او د تاؤتریخوالی ختمیدا،دسیمې د درستو هیوادونود ګټو تامینونکي ده .

 ایرنا خبری آژانس له اسلام اباده راپورورکړی ،  د بهرنیو اړیکو کې د پاکستان د لومړي وزیر د مشورتي شورا غړي جلیل عباس جیلاني نن په اسلام  اباد کې ددې خبرې په کولو سره چې باید  په سیمې کط د سولې د پیاوړتیا او د بحرانونو د حل لپاره له هرې  سوله ایزې  لارې چارې ملاتړ وکړي ، وئیلی دي،د هرمز سولې په نوښت سره د اسلامی ایران د ولسمشر حسن روحاني  وړاندیزي پلان، یوه ښه لاره چاره ده  اوب اید  دسیمې  هیوادونه او نړیواله ټولنه ورځیني ملاتړ وکړي .

 عباس جیلاني    دغه رازد سیمې  د اړیکو په ښه کولو کې د  پاکستان  او ایران د غږمله مهم رول باندې په ټينګار سره وئيلي ،  پاستان تل له ایران سره پیاوړي  او تاریخي اړیکې  درلودلي  او  په ډيرو سیمه ایزو موضوعګانو کې دواړه  ګاونډي هیوادونه ډير مشترکات لري  او دغه مشترکات د اسلام اباد او تهران د  مناسباتو د اهمیّت  او د دوی د سیمه ایز  مقام او ځایګي ښودونکي دي .

جلیل عباس جیلاني  وئیلي دي ، زمونږ سیمه  چې  چې له لسیزو راهسې له جنګونو ،ګډوډیو او تاؤتریخوالو کړیږي ، نوره  د نوي شخړې  شاهده نشي کیدلی .

هغه په عین حال کې  وئیلي ، پاکستان  له ایران سره د فارس خلیج  دملګرتیا شورا د ځينو هیوادونو ترمینځ په اړیکو کې په وروستیو رامینځةشوو تاؤتریخوالو اندیښمن دی  او باؤري دی دغې مسئلې او مشکلات باید  په خبرواترو سره حل شي او د تاؤتریخوالی ختمیدا،دسیمې د درستو  هیوادونود ګټو تامینونکي ده .