په شمالی وزیرستان کې ۴پوځيان او ۷ترهه ګر وژل شوي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i88730-په_شمالی_وزیرستان_کې_۴پوځيان_او_۷ترهه_ګر_وژل_شوي
په تیرو پنځلسو ورځو کې دا له ترهه ګرو سره د پاکستان د امنیتی ځواک دوهمه ستره نښته ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 19, 2020 01:24 Asia/Kabul
  • په شمالی وزیرستان کې ۴پوځيان او ۷ترهه ګر وژل شوي

په تیرو پنځلسو ورځو کې دا له ترهه ګرو سره د پاکستان د امنیتی ځواک دوهمه ستره نښته ده .

زمونږخبریال  ددنیانیوز خبری سایټ له قوله راپور راکړ  د پاکستان امنیتی ځواک د ترلاسه شوو اطلاعاتو په اساس د شمالی وزیرستان  په دته خیلو سیمې کې یو لړ پاکونکي عملیات کړي ، چې په نتیجې کې ئې څلور پوځیان  او اوه ترهه ګر په موقعې  وژل شوي دي .

دپوځ د ائي ایس پي آر د اعلامیې په  اساس  د شمالی وزیرستان په  دته خیلو کې امنیتي ځواک  دغه سیمه کلابند کړې چې د وسلوالو ترهه ګرو له سخت ځواب سره مخ شول او په  ډزو کې د یوه پوځي افسر پشمول څلور پوځیان  ووژل شول  او اوه جنایتکار ترهه ګر  هم هلاک شوي دي ، او دامنیتی ځواک منګولو ته له هغه ځایه زیات شمیر وسله ، چاودیدونکي توکي اوتجهیرات هم  ورغلي دي .

دا په داسې حال کې دي چې  په تیرو پنځلسو ورځو کې دا له ترهه ګرو سره د پاکستان د امنیتی ځواک دوهمه ستره نښته ده .  د کب  دمیاشتې په نولسمه نیټه هم په ډيره اسماعیل خان  کې  له  جنایتکارو ترهه ګرو په نښتې کې  هم دپوځ یو ډګروال  او څو پوځيان وژل شوي او همداراز دوه خطرناک ترهه ګر هم هلاک شوي وو . دغه عملیات هم د تکفیری ترهه ګرو له جنایته مخکې ترسره شوي او د  ترهه ګرو ستر ه دسیسه ئې شنډه کړې وه .