پاکستان درست نړیوال الوتونه وځنډول
په دې بندیز کې چارتر الوتکې هم شاملې دي. خو پاکستاني چارواکي وايي چې کارګو یا باري الوتکې به اجازه لري چې د پاکستان پر هوايي ډګرونو کښېني.
پاکستان وايي، د کورونا وایرس د خپرېدو د مخنیوي لپاره ټولې نړیوالې الوتنې د دوو اوونیو لپاره ځنډوي.
د نړۍ ګڼو نورو هیوادونو هم د الوتکو تګ راتګ درولی دی.
د پاکستان د ملکي هوايي چلن ادارې په یوه خبرپاڼه کې وویل چې له 21 مارچ څخه به د اپریل تر ۴ پورې د پاکستان او نورو هیوادونو ترمنځ د الوتکو تګ راتګ ودرول شي.
په دې بندیز کې چارتر الوتکې هم شاملې دي. خو پاکستاني چارواکي وايي چې کارګو یا باري الوتکې به اجازه لري چې د پاکستان پر هوايي ډګرونو کښېني.
تر دې وړاندې د پاکستان صدراعظم عمران خان له خپلو هیوادوالو وغوښتل چې د کورونا وایرسو د خپرېدو د مخنیوي لپاره د ځان د قرنطین کولو او د راشه درشه د نه کولو پالیسي په کلکه رعایت کړي.
عمران خان په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل، په درست هیواد کې د ټولو فعالیتونو د درېدو غوښتونکی نه دی ځکه چې دا به د بېوزلو خلکو ستونزې ډېرې کړي.
په پاکستان کی تراوسه کابو ۵۰۰ کسان په کرونا ویروس اخته شوی دي چی پکې درې کسان وژل شوی هم دي .