د پاکستان لومړی وزیر د کرونا د خپریدا په اړه خبردارې ورکړ
عمران د دې خبرې په کولو سره چی په دغه هیواد کې په اوسنی وضعیت کی پوځی حکومت امکان نلری زیاته کړه پوځی حکومت به کمزوری او کم عاید لرونکی پرګنه سخته له ستونزو سره مخامخ کړي .
زمونږ خبریال راپور راکوی د پاکستان لومړی وزیر عمران چی له کرونا سره د مبارزې کمیټۍ مشری پرغاړه لری ، وویل که خلک پوره احتیاط ونکړی او د اجتماعی واټن پروګرام خیال ونه ساتی ، نو په پاکستان کی په کرونا د اخته کسانو شمیر پنځوس زرو ته زیاتیدلې شی چی په دغه وضعیت کی به د دغه ویروس د کنټرولولو لپاره د هیواد مشکلات دوه چنده شي .
عمران د دې خبرې په کولو سره چی په دغه هیواد کې په اوسنی وضعیت کی پوځی حکومت امکان نلری زیاته کړه پوځی حکومت به کمزوری او کم عاید لرونکی پرګنه سخته له ستونزو سره مخامخ کړي .
د وروستیو شمیرنو په اساس په پاکستان کی په کرونا د اخته کسانو شمیر ۲۲۳۸ او د وژل شویو شمیر هم ۳۲ ته زیات شوې دې او تراوسه کابو سل کسان هم ښه شوی دي .