افغانستان باید د داعش ډلې یو مشر پاکستان ته وسپاري
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i89218-افغانستان_باید_د_داعش_ډلې_یو_مشر_پاکستان_ته_وسپاري
ایرنا خبري اژانس وايي د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اسلام اباد ته په افغانستان کښې د داعش ترهګرې ډلې د خراسان څانګې د مشر اسلم فاروقي د سپارلو غوښتنه وکړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 10, 2020 00:06 Asia/Kabul
  • افغانستان باید د داعش ډلې یو مشر پاکستان ته وسپاري

ایرنا خبري اژانس وايي د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اسلام اباد ته په افغانستان کښې د داعش ترهګرې ډلې د خراسان څانګې د مشر اسلم فاروقي د سپارلو غوښتنه وکړه .

د پاکستان خارجه وزارت پرون وویل په اسلام اباد کښې د افغانستان سفیر پرون خارجه وزارت ته وربلل شو او له هغه سره د داعش ترهګرې ډلې د خراسان څانګې د مشر اسلم فاروقي د نیول کیدا په هکله خبرې وشوې .

د پاکستان خارجه وزارت زیاته کړه د اسلام اباد حکومت په پرله پسې ډول د اسلم فاروقي او د نورو اړونده کسانو په هکله خپل دریځ د کابل حکومت ته اعلان کړی او باوري دی چې د داعش ترهګرې ډلې خراسان څانګه په افغانستان کښې د پاکستان پرضد فعالیتونو کښې لاس لري او په همدې دلیل اسلام اباد د ډیرو تحقیقاتو د ترسره کولو لپاره له کابل څخه د دغه ترهګر د سپارلو غوښتونکی دی .

د داعش ترهګرې ډلې د خراسان څانګې مشر اسلم فاروقي چې د پاکستان ښاریز دی په افغانستان کښې نیول شوی او هغه د افغانستان ملي امنیت ادارې ته ویلي دي چې له مونږ سره زیاتې مرستې د پاکستان جاسوسۍ اداره ايي ایس ايي کوي .