په بلوچستان کې په بم چاودنې کې شپږپاکستاني امنیتي ماموران ووژل شول
په تیرو دوو ا ونیو کې دا څومه چاودنه ده چې د پاکستان دپوځي ځواک ماموران ورسره مخامخ کیږي. د خبر تر مخابیره کیدا پورې ددغې پيښې پړه چا په غاړه نه ده اخستې البته وئيل کیږي ، چې دپآکستان په بلوچستان صوبې کې فرقه پالو او بیلتون غواړو جنایتکارو ډ لګیو په یوه خوله کیدا سره ددغې سیمې دخلکو ژوندتر ډیره حده تریخ کړی دی .
زمونږخبریال ددنیا نیوز خبری سایټ له قوله راپور راکړ د پاکستان د بلوچستان صوبې په بلیده سیمې کې د ترهه ګرو په لاس له مخکې کیښودل شوي ماین سره د پاکستان دپوځ د ګاډي په ټکر کې د پوځ یو میجر سره د پنځو پرسنلو په ټکه وژل شوي دي .
د پاکستان دپوځ د آئي ایس پي آر د اعلامیې په اساس دغه چاودنه په ریموټ کنټرول سره شوې چې وئيل کیږي ،د ایف سي یا فرنټيّر کور ملیشیه ؤ یو ګاډی هاله په نښه شوی چې د ایران او پاکستان د پولې په څوارلس کلومیټرۍ کې له بلیده سیمې سره نزدط د میجر ندیم بهټي سره د یو شمیر پرسنلو ګاډی ګزمه کوله چې له چاودنې سره مخ شول وئیل کیږي دوه کسان پکې ټپیان هم دي . راپور ښئ ، امنیتی مامورانو هڅه کوله دترهه ګرو لاره بنده کړي ، خو دترهه ګرو د ماین ښکار شول .
داپه داسې حال کې دي چې په تیرو دوو ا ونیو کې دا څومه چاودنه ده چې د پاکستان دپوځي ځواک ماموران ورسره مخامخ کیږي. د خبر تر مخابیره کیدا پورې ددغې پيښې پړه چا په غاړه نه ده اخستې البته وئيل کیږي ، چې دپآکستان په بلوچستان صوبې کې فرقه پالو او بیلتون غواړو جنایتکارو ډ لګیو په یوه خوله کیدا سره ددغې سیمې دخلکو ژوندتر ډیره حده تریخ کړی دی .