پاکستان د هند فوځي ډرون الوتکه نسکوره کړه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i90368-پاکستان_د_هند_فوځي_ډرون_الوتکه_نسکوره_کړه
د پاکستان فوځي هوائي رېډاري ځواک د هند يوه فوځي ډرون الوتکه نسکوره کړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 28, 2020 00:52 Asia/Kabul
  • پاکستان د هند فوځي ډرون الوتکه نسکوره کړه

د پاکستان فوځي هوائي رېډاري ځواک د هند يوه فوځي ډرون الوتکه نسکوره کړه.

د ايرنا د رپوټ له مخې د پاکستان د فوځ د عمومي تعلقاتو دفتر پرون مازيګر په يوې بيانيه کښې وويل: د دغه هېواد هوائي رېډاري ځواک د کشمير په کنټرول لائن کښې د هند يوه جاسوسي ډرون الوتکه د پاکستان د هوائي حدودو د خلاف ورزۍ په وجه نسکوره کړه.

له  دې مخکې هم د پاکستان فوځ د کشمير په کنټرول لائن سيمه کښې د هند يوه بله ډرون الوتکه هم نسکوره کړې وه.