د پاکستان د سنا مشر ایران ته مبارکي وویله
ایرنا خبري اژانس وايي د پاکستان د مشرانو جرګې (سینا) مشر محمد صادق سنجراني په یوه(۱) پیغام کښې د ایران د اسلامي شورا د مشر په توګه د محمد باقر قالیباف په انتصابیدا مبارکي وویله .
هغه پرون محمد باقر قالیباف د پاکستان د خلکو د زاړه دوست په توګه یاد کړ .
د پاکستان د مشرانو جرګې سینا مشر محمد صادق سنجراني په دغه پیغام کښې په سیمه کښې د سولې د ثبات او د هوساینې لپاره د ایران له اسلامي جمهوریت سره د اسلام اباد د اړیکو له مخکې څخه په زیاتې پیاوړتیا باندې د ټینګار په ترڅ کښې هیله وکړه د ایران په پارلمان کښې د محمد قالیباف د مشرۍ په پړاو کښې د دواړو هیوادونو نږدې او ورورګلویزې اړیکې له مخکې څخه پیاوړي او پراخې شي .
هغه د اسیا دپارلمانونو دمشرانو د پیوستون ، د پارلماني ملګرتیاو د پراختیا او له کورونا ویروس سره د مبارزې لپاره د سیمه ییزو او د نړیوالو ملګرتیاو د پیاوړتیا اړتیا ته په اشارې سره وویل پاکستان د ایران له اسلامي جمهوریت سره د دوه اړخیزه ملګرتیاو د پیاوړتیا په ضرورت ټینګار لري .