د امریکا پر څېرې باندې د توکم پالنې ټپله
پاکستانی ډیپلوماټ وایي چي په امریکا کې د حکومت له خوا د تور پوستو په وړاندې سیسټماتیکه توکم پالنه د دې هیواد پر څېرې د یوې منفوري ټپلې په توګه ښکاري.
د ایران خبري اژانس په حواله، د پاکستان د نړیوالو د څېړنو (CISS) اجرایي مشر علی سرور نقوي زیاته کړه: د پولیسو له خوا د یو تورپوستي له وزلې څخه وروسته هغه څه چي اوس په امریکا کې جریان لري په دې هیواد کې د ټوګم پالنې د شتون ښودنه کوي چي د امریکا د ټولنو پر مخ د یوې ننګینې ټپلې په توګه رابرسېره شوې ده.
نقوی وویل: په داسي حال کې چي امریکا د اسلامي هیوادونو په اړه د حقوق بشر په پلمه غرضي راپورونه خپروي چي په دې هیواد کې د توکم پالنې په وړاندې مظاهرې ځپل کیږي، د امریکا حکومت دا صلاحیت نه لري چي د بشري حقونو په اړه نورو ته لارښوونې وکړي.
په امریکا کې د پولیسو له خوا د تورپوستي جورج د وژلې وروسته په دې هیواد کې د توکم پالنې په وړاندې فراخې مظاهرې پیل شوې چي د امریکا د پولیسو د غیرانساني له غبرګون سره مخ شو.
خبر پای/.