پاکستان د افغان کډوالو د ایستلو لپاره دباؤ اچوي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i91244-پاکستان_د_افغان_کډوالو_د_ایستلو_لپاره_دباؤ_اچوي
د پاکستان د سند صوبايي چارواکي له دغې صوبې د افغان کډوالو په زوره د ایستلو له طرحې د مرکزي حکومت د ملاتړ غوښتنه وکړه.
(last modified 2023-10-01T07:50:45+00:00 )
Jul 05, 2020 07:44 Asia/Kabul
  • فایل فوټو
    فایل فوټو

د پاکستان د سند صوبايي چارواکي له دغې صوبې د افغان کډوالو په زوره د ایستلو له طرحې د مرکزي حکومت د ملاتړ غوښتنه وکړه.

د تسنیم خبري آژانس په لیکنه په سند صوبه کښې د د پیپلز پارټۍ دکرهڼې وزیر محمد اسماعیل راهو له واکمن تحریک انصاف ګونده وغوښتل چې د افغان کډوالو د ایستلو لپاره فوري اقدامات ترسره کړي.

هغه مدعي شو چې افغان کډوال د تاوتریخوالي او جنایت سرچینه ګڼل کیږي او د افغانستاني ښاریزو په سپکاوي سره یې وویل: سند صوبه یتیم خانه نه ده.

ډان نیوز خبر ورکړی چې د پاکستان فیډرل حکومت فیصله کړې چې په دغه هیواد کښې د افغان کډوالو د اقامت موده د روان ۲۰۲۰ کال تر جون میاشتې تمدید کړي.

خو د سند صوبې د کرهڼې وزیر له اسلام آباده غوښتي چې دغه موده دې نوره نه غزوي او افغان کډوال دې خپل هیواد ته ستانه کړي.